کور / تازه خبرونه / رازق : د هلمند او زابل خلاص سرحدونه امنيت ته ګواښ سوي

رازق : د هلمند او زابل خلاص سرحدونه امنيت ته ګواښ سوي

دكندهار د دريم سرحدي زون درستيزوال او ددغه ولایت دامنې قومندان مل پاسوال عبدالرازق وايي په هلمند او زابل كي خلاص سرحدونه ددې لامل سوي چي وسلوال طالبان دپاکستان څخه په ډیري اساني سره جنوبي ولایتونو ته ننوزي او هلته وسلوال فعاليتونه کوي.
دنوموړي په وینا د ستونزي دحل لپاره يي کورنیو چارو وزارت ته یو لړ وړاندیږونه کړي .
دكندهار امنيه قوماندان او د دريم سرحدي زون درستيزوال جنرال عبدالرازق په جنوب كي د نا امنیو دپیښو د زياتوالي علت په هملند او زابل كي خلاص سرحد بولی.
د قومندان په وینا په پاکستان کي د دینی مدرسو څخه رخصت سوي طالبان ددغه خلاصو سرحدونو دلاری په ډیري اساني سره جنوبي ولایتونو ته داخلیږی او هلته وسلوال فعاليتونه کوی .
دده په خبره په هلمند كي ۱۶۲ كيلومتر او همدا ډول د زابل په شملزو كي تر پنځوس کلیومتره زیات خلاص سرحد سته چي وسلوال دپاکستاني ملیشو په مرسته ورباندی تګ راتګ کوي .
دقومندان په وینا د ستونزي دحل لپاره يي کورنیو چارو وزارت ته یو لړ وړاندیږونه کړي او هغوي ورسره منلي چي په دغه سیمو کي به د سرحدی پولیسو دوه کنډکه ځای پر ځای سي .