کيري وايې که پرمختګ نه وي د قطر دفتر به وتړي
سره له دي چي د امريکا استازي قطر ته سفر کړى ور سره سم يې د قطري چارواکو سره د د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر او د سولي د خبرو په اړه ليدلي، ور سره سم د امريکا د بهرنیو چارو وزير جان کري قطر ته د خپل سفر په ترڅ کي ويلي دي که وسله وال طالبان د قطر په دفتر کي د ښه نيت له مخي خبري ونه کړي ښايي دفتر يې وتړل سي.
د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين رسنيو ته ويلي دي چي د طالبانو پر بيرغ او د اسلامي امارت پر نوم د افغان دولت غبرګون دوی سخت په غصه کړي دي د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل د قطر د حکومت د مداخلې په پايله کي طالبان راضي سول چي له خپل دريځ څخه شاته سي خپل بيرغ ټيټ کړي چي له دباندي نه ليدل کيږي.
کيري زياته کړه اوس به موږ وګورو چي مخته تلاى سو که څنګه ، موږ به پر دې غور کوو، چي دغه دفتر بايد وتړل سي که يا.
د دې سره په يوه وخت کي افغان چارواکو هم د قطر د دفتر په اړه بېلا بېلي څرګندوني کړي دي ،او وايي چي په دې دفتر کي مهمه دا ده چي د افغاني لوري سره خبري وسي.
ها خوا بيا سپيني ماڼۍ ويلي دي چي د قطر د دفتر له لوري بايد لومړى او مهمي خبري له افغان دولت سره وسي.