د روزګان ولايت د والي وياند عبدالله همت وايي چي د دې ولايت په چارچينو کي د افغان او بهرنيو ځواکونو له لوري په ګډو تر سره سوو عملياتو کي ګڼ شمير وسله وال طالبان وژل سوي دي.
هغه وايې چي د ګډو ځواکونو له لوري دغه تر سره سوي عمليات د نوموړي اولسوالۍ په سفلا نومي سيمه کي تر سره سوي دي.
نوموړى زياتوي چي په عملياتو کي د درو قوماندانانو په ګډون ٢٠ طالبان وژل سوي او يوه اندازه وسلې هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
که څه هم همت په دې عملياتو کي د کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويلي ،خو د استراليا د دفاع وزارت څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي په دي ولايت کي ئې درو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.