د استراليا د دفاع وزارت ويلي دي چي ددي هېواد دريو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده ،ديادهيواد دد فاع وزارت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي چي د استراليا دغه سرتېرو ته په نا ارامه ولايت روزګان کي مرګ ژوبله واوښته ،د خبرپاڼي د معلوماتو له مخي چي د وسله والو سره په دي نښته کي د استراليا يو سرتېرى وژل سوى دئ چي لراوبر ئې په اړه راپور خپور کړى وو ، خو دوه نور ژوبل سوي دي،له بلي خوا بيا په روزګان کي د ميشتو سرتېرو يوه قومندان ويلي دي چي يو سرتېرى يې هغه وخت ووژل سو او دوه نور ټپيان سول، کله چي د افغان ځواکونو سره يو ځاى يې عمليات تر سره کول، او بيا د وسله والو طالبانو سره په جګړته واوښتل ،استراليا خپل ډېر سرتېري په اروزګان ولايت کي ميشت کړي دي، او اروزګان هغه ولايت دى کوم چي د څلورم امنيتي پړاو پر مهال يې ټولي امنيتي چاري له بهرنيو ځواکونوڅخه افغان لوري ته سپارل سوي دي، استراليايې سرتېري د اروزګان پر مرکز سربېره ددي ولايت په مختلفو ولسواليو کي ميشت دي او کله چي ددي ولايت امنيتي چاري افغان لوري ته سپارل سوي دي اوس هم ددي ولايت په ډېرو چارو کي استراليايې سرتېري د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، اروزګان هغه ولايت دي چي ډيري وختونه ځني دناامنيواو چاودونو خبرونه خپريږي.
اسټرالیا په افغانستان کې شاوخوا ١٩٣٠ عسکر لري چې ډیری ئې د روزګان په ولایت کې مېشت دي.