د بلوچستان ايالت په مركز كوټه كې بمي چاودنې مرګ ژوبله واړوله د تازه معلوماتو پر بنسټ چي وايي د دغه يالت د مركز كوټي په قمبراني سړك باندي د ريموټ كنټرول بمي بريد له امله پنځو کسانو مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا بريد د پوليسو د ګزمې په موټر باندې ترسره سوى دئ چي ياد موټر په بشپړه توګه له منځه تللى دئ تر اوسه پوري دا نه ده څرګنده چي په پېښه كې وژل سوي كسان پوليس دي او كه اولسي وګړي دي.