اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان شمالي سیمې ګلګت بلتستان دیامیر سیمې ننګا پربت غره ته څېرمه دګرځندوی پر یوه تمځي ډزې شوې، چې لږترلږه نهه بهرني سیلانیان په کې وژل شوي.په وژل شویو کې پنځه د اوکراین، یو روسی او درې د چین سیلانیان دي.پاکستانیو پاکستانی لارښود او یو بل پاکستانی هم په کې وژل شوي.د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر نواز شریف دغه برید غندلی.ښاغلي شریف ویلي، دا ډول بریدونه وحشیانه او غیر انساني دي، چې هېڅ توجیه نه لري د پاکستان حکومتي تلویزیون ته پولیسو ویلي چې برید کوونکي هغه هوټل ته ننوتي، چې دغه بهرني سیلانیان په کې وو او پر هغو یې ډزې وکړې.ویل کېږي، چې په برید کې یوه پاکستانۍ ښځه هم وژل شوې.تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.د ځايي پولیسو مشر علي شیر وايي، دغه ګرځندوی د روسیې، چین او اوکراین وګړي دي:”ناپېژاند وسله وال هغه هوټل ته ننوتي، چې بهرنيو سیلانیانو تېره شپه په کې تېره کړې وه او پر هغوی یې ډزې کړې. وسله والو ۱۰ بهرني سیلانیان وژلي او تښتېدلي دي”.خبریالان وايي، ګلګت بلتستان، چې له چین او کشمیر سره ګډه پوله لري، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې له خوندي سیمو څخه ده.
خو په وروستیو کلونو کې دغه سیمه پر شیعه لږکیو د وسله والو د مرګونو بریدونو شاهده وه.دغه سیمه بېله طبیعي ښکلا لري.سیمې ته پولیس تللی او د پېښې تحقیقات پیل شوي.