کور / تازه خبرونه / کندز : د ١٨ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

کندز : د ١٨ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د کندز سیمه ییز چارواکي وایي، چي په قلعه ذال ولسوالۍ کي یي اتلس وسله وال طالبان وژلي دي او یوولس نور ټپیان دي.
د کندز د امنیي قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني وویل چي؛ د قلعه ذال ولسوالۍ په ظلم آباد سیمه کي له پرون نه د تیري شپي تر دولسو بجو د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه وه.
د ښاغلي حسیني په خبره په وژل سوو طالبانو کي د ملا رحمت الله، نعمت الله او سلیم په نومونو د هغوی دري قومندانان هم شامل دي.
د کندز سیمه ییز چارواکي وایي چي، په وژل سوو طالبانو کي یوشمیر بهرني اتباع هم شامل دي.
دوی تایید کړه چي، په دي نښته کي د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان سید محمد هم وژل سوی او یو بل سیمه ییز پولیس ټپي دی
وسله والو طالبانو تراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.