کور / تازه خبرونه / هندي چارواکي : د سېلابو څخه د اغېزمنو سوو کسانو مرسته روانه ده

هندي چارواکي : د سېلابو څخه د اغېزمنو سوو کسانو مرسته روانه ده

هندي چارواکي وايي، چي د سختو سیلونو او د مځکي د ښوییدو له امله د زرهاوو تنو متاثره سوو خلکو د ژغورني لپاره یي عملیاتو ته تيزوالى ورکړی دئ.
د هند د کورنیو چارو وزارت نن وویل چي؛ د هیماچل پردیش په ایالت کي درط ديرش زره کسان تر اوسه خوندي ځایونو ته ایستل سوي دي.
د ژغورني په علمیاتو کي زرهاوو پوځيان، هوايي ځواکونه او د ژغورني هليکوپټر شامل دي.
چارواکي وايي، چي د شدیدو مونسون (موسمي) بارانونو له امله ځمکه ښوییدلي، لږترلږه پينځه سوه شپیته تنه وژل شوي دي او زرهاوو تنه ورک دي.
په هند کي زیاتي ودانۍ، پلونه او لویي لاري ویجاړي سوي دي.
دا په تیرو شپیتو کلونو کي تر ټولو شدید بارانونه ګڼل سوي دي.
د هند صدراعظم من موهنګ سنګ نن له خپلو خلکو سره ژمنه وکړه چي؛ هیماچل پردیش ایالت ته به د ۱۷۰ ملیونه ډالر مرسته وکړي