کور / تازه خبرونه / کابل: فرانسې د ٤ نيم لکو امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته وکړه

کابل: فرانسې د ٤ نيم لکو امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته وکړه

په کابل کي د فرانسي مرستندویه دفتر د څلور نیم لکو امریکايي ډالرو په ارزښت ځیني کرنیز وسایل د کابل او کاپیسا ولایتونو کرنيزي برخو سره مرسته وکړه.

د کرني وزارت مرستیال عبدالغني غوریاني نن په یوه خبري غونډه کي وویل؛ چي دغه مرستي به په بیلابیلو برخو کي ولګول شي.
ویل کیږي چي، فرانسه له ۲۰۱۰ کال راپه دي خوا له افغانستان سره دکرني په برخه کي د پام وړ مرستي کړي دي