کور / تازه خبرونه / د سولي په اړه هر پرېکړه دي افغانۍ وي

د سولي په اړه هر پرېکړه دي افغانۍ وي

د سولي عالي شورا ټینګار کوي چي، باید د سولي په هکله هره پریکړه د افغانستان په دننه کي ترسره سي
د سولي دعالي شورا ریس صلاح الدین رباني نن د دي شورا د یوه غړي ارسلان رحماني د وژل کيدو په یاد غونډه کي په يادي څرګندوني وکړي.
دغه خبري په داسي حال کي مطرح کیږي چي د سه شنبي په ورځ د قطر په مرکز دوحه کي د طالبانو دفتر پرانستل سو.
خو افغان حکومت د دي دفتر پر څرنګوالي انتقاد لري او وایي چي، د سولي په اړه هرډول خبري باید د افغانانو په مالکیت ترسره سي.