په کابل کي د پولیسو د ښووني او روزني د مرکز مسوولیت له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل سو.
د دي مرکز عمومي قومندان معشوق احمد سیلاب په دي اړه يوې جوړي سوي غونډي ته وویل چي دوی هڅه کوي ترلاسه کړي روزنیز مسولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
چارواکي وايي په دي مرکز کي په یوه وخت اته سوو کسانو ته روزنه ورکول کیږي او په دې برخه کي ښه امکانات لري.
دسیلاب په وینا اوس مهال دهیواد په ګوټ ګوټ کي د پولیسو د روزني له پاره دیارلس مرکزونه موجود دي چي له دې ډلي څخه تر اوسه د لسو مرکزونو مسولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل سوي دي .