د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کي د لاريون کوونکو له خوا د پروان باميانو تړل سوي لويه لاره د ترافيکو پر مخ خلاصه سوه.
لاريون کوونکو دغه لاره د غبرګولي په ٢٩مه د سياه ګرد ولسوالۍ په مرکز کي تړلي وه او تيره ورځ ناوخته بيرته پرانيستل سوه.
هغوى ويل، دغه لاره يي ځکه تړلي چي په دي ولسوالۍ کي امنيتي ستونزي ډيري شوي او وسله والو طالبانو د دي ولسوالۍ اوسيدونکي پنځه تنه نيولي او بيا يي وژلي دي.
دوى ويل، په وژل سوو کي د ملي امنيت يو کار کوونکى، يو پوليس، د دغه پوليس ورور چي غوښتل يي په سيمه ييزو پوليسو کي شامل شي او دوه نور عام وګړي شامل دي.
وسله والو طالبانو د يادو وژل سوو کسانو په اړه څه نه دي ويلي.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وړمه ورځ ويلي وو، په سياه ګرد کي د امنيت د ټينګښت په موخه چاڼيز عمليات پلان شوي، چي په پلي کيدو سره به يي امنيت ښه او د وسله والو له خوا به د خلکو د وژلو مخه ونيول سي.