د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري د دولسو هيوادونو په سفر وتلی دی
نوموړى د افغانستان د ستونزي د سیاسي حل لاري لټول او د سوریي د ستونزي د هواري موضوعات د ده د خبرو د اجنډا په سر کي دي.
جان کري به نن په قطر کي د سوریي د دوستو هیوادو له استازیو سره وږغیږي. په دي خبرو کي به د سوریي یاغیانو ته د مرستي په اړه خبري وسي.
جان کيري به هند، عربستان، اردن او اسراییل ته هم ولاړ سي او په برونای کي به د اسیا په سیمه ییز کنفرانس کي ګډون وکړي.
له هندي چارواکو سره به جان کری د افغانستان په اړه خبري وکي، خو د امریکایي چارواکو په وینا، دی په قطر کي د طالبانو له استازیو سره نه ګوري