کور / تازه خبرونه / هرات : شاوخوا ٢٤ زرو عسکرو ته روزنه ورکړل سوې

هرات : شاوخوا ٢٤ زرو عسکرو ته روزنه ورکړل سوې

سره له دي چي په افغانستان کي د افغان فوځيانو شمير تر يوسل او نوي زره اوښتى ور سره سم په هرات کي د روزنيز مرکز څخه ټول ٢٤٢٠٠تنه فوځيان فارغ سوي دي.
په دي مرکز کي وروستۍ ډله شپږ سوه تنه سرتيري د يو لړ ځانګړو مراسو پر مهال فراغت پاڼي تر لاسه کړي او ددي روزنيز مرکز د فارغه سوو سرتيرو شمير تر څلويشتو زرو واوښتي دى.
په لويديځ ولايت کي د فوځيانو د روزنيز مرکز مشر ډګروال محمد یوسف وردګ وایي، چي دغه سرتيري د کورنیو روزونکو له خوا په مسلکي ډول د جګړي په ډيرو مهارتونو پوه کړل سوي دي.
د ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال تاج محمد جاهد د دغو روزل سوو سرتيرو د لوړي او فراغت په مراسمو کي له ملي اردو سره د ځوانانو یوځای کیدل له دي ځواک څخه د خلکو د رښتيني ملاتړ نښه وبلله.
په هرات کي دغه سرتيري پر داسي وخت روزل سوي چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو څخه افغان لوري ته د پنځم امنيتي پړاو چاري هم تر سره سوي دي.