خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره پوښتنه کړې؛ طالبان سولې ته څومره ریښتیني دي؟
خدمتګار د ملا محمد عمر له خولې لیکلي؛ له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په وتلو سره به په یوه اوونۍ کې کابل بېرته ونیسم.
همدې ورځپاڼې د سیاسي چارو کارپوه عبدالرحمن هوتکي خبرې رانقل کړې دي؛ هغه وايي، طالبان په هغه اندازه پیاوړي نه دي، چې افغان حکومت دې را وپرځولی شي؛ خو دوی کولای شي، یوازې امنیتي ستونزې رامنځ ته کړي.
محور:
محور خپلواکې ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې لیکلي؛ په قطر کې د سیاسي نماینده ګۍ د پرانستې په سبا د امریکايي عسکر باوبرېګډال د خلاصون په اړه د طالبانو ناڅاپي خبرداري په ډاګه کړې، چې قطر مېشته شورا د اسلام اباد ترمستقیمې لارښونې لاندې په عمل کولو مجبوره شوې ده.
د لیکوال په باور برېګډال له ۲۰۰۹ کال راهیسې د پاکستان په پاړه چینار کې د “آی. اېس. آی” ترڅارنې لاندې ساتل کېږي.
د مطلب د لیکوال د معلوماتو له مخې قطر ته د استول کېدونکي طالب پلاوي غړي درې ځلې بدل شوي او په قطر کې مېشت طالب مشرانو څلور یې له امریکا سره د مذاکراتو په لومړنۍ اجنډا کې شامل نه وو.
لیکوال لیکي، دوی له کوټې او کراچۍ څخه په پاکستاني پاسپورټونو سفر کړی او د دوی ټاکنه د طالب مشرانو د خپل منځي نارضایتۍ سبب شوې هم ده.
ملي بارو:
ملي باور د کارپوهانو له خولې لیکلي؛ د امریکا په غوښتنه د اسلامي امارت په نوم لوحه او بیرغ ژر راښکته کولو نوې اندېښنې پیدا کړې.
ورځپاڼه لیکلي، افغان حکومت په قطر کې د سولې په اړه روانې خبرې رڼې نه بولي او پرې شک کوي.
همدې ورځپاڼې د سیاسي چارو د کارپوه وحید مژده له خولې لیکي؛ د کابل حکومت وغواړي او که نه امریکا به له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي.
سرنوشت:
سرنوشت په خپلې سرمقاله کې لیکلي د افغانستان د اسلامي امارت د لوحې اوبیرغ راښکته کول او په بېړه د امریکا له خوا د خپل کار د سمولو هڅې ښیي چې، که افغان دولت جدي ودریږي او د افغانستان خلک یې ملاتړ وکړي، نو امریکا نه شي کولی، چې له خپلې خوښې سره سم سیاسي حل او معامله پرافغانستان وتپي.
د سرمقالې لیکوال په اند افغان دولت ته په کار ده؛ چې پرخپل دریځ همداسې ودریږي، چین هند، جرمني، روسیې او یوناما د افغان دولت د دریځ ملاتړ کړی او له شک پرته چې نور هېوادونه به هم د افغان دولت د دریځ ملاتړ وکړي.
ارمان ملي:
ملي ارمان ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ که چېرې په قطر کې د طالبانو نماینده ګي د اسلامي امارت نوم ورکړل شي؛ نو د ابه د افغانستان اسلامي جهوریت سره موازي تشکیل رامنځ کوي؛ چې دغه د ټولو افغانانو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.
د سرمقالې د لیکوال په اند افغانان دې په پوره قوت سره د دې خبرې پر وړاندې ودریږي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي خبرې راخیستې چې ترهغه وخته پورې چې د وسولې بهير په بشپړه توګه افغانی نه وي د وسولې عالي شورا د قطر په خبرو کې ګډونه نه کوي.