کور / تازه خبرونه / پاکستان : د ملابرادر په ګډون يوشمېر وسله وال خوشي کوو

پاکستان : د ملابرادر په ګډون يوشمېر وسله وال خوشي کوو

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان دولت څخه غوښتي ول چي هغه طالبان دي خوشي کړي کوم چي ددي هيواد په زندانونو کي پراته دي.
د افغان طالب زندانيانو د خوشي کيدو غوښتنه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي کړي او ويلي يي وه چي پاکستان ګڼ شمير زندانيان ساتلي دي او که چيري دا خوشي سي نو د سولي په راوستو کي خورا ډيره مرسته کولاى سي.
د موسى زي ددي څرګندونو په جواب کي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي يو شمير طالبان زندانيان به خوشي کړي.
هغوى ويلي دي چي دملا محمد عمر مرستيال ملابرادر به هم خوشي کړي.
افغان دولت دا غوښتنه پر داسي وخت کړې چي د قطر په پلازمينه دوحه کي د وسله والو طالبانو له لوري سياسي نمايندګي پرانيستل سوې او پر همدي مهال افغان دولت د طالب زندانيانو خوشي کيدل سولي ته د ور نژدي کيدو ښه لاره بولي.