کور / تازه خبرونه / کندهار : د يوه طالب قوماندان دوژلو ادعا وسوه

کندهار : د يوه طالب قوماندان دوژلو ادعا وسوه

دکندهاردوالي وياندجاويدفيصل نن لراوبر ويب پاڼي سيميز همکار ته وويل تيره شپه په غورک ولسوالي کي د پوليسو په ټکانو کي د وسلوالو طالبانو يو ځايي قومندان ملا زکريا له خپلو ملګرو سره يو ځاى وژل سوى دى.
دوالي وياندوايي دغه نښته د دواړو لورو ترمنځ يو ساعت دوام وکي، چي په نتيجه کي يي ملا ذکريا او د هغه پنځه نور ملګر ي وژل سوي او دري نور يي ټپيان سوي دي.
په ياده جګړه کي ملي پوليسو او ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلى.
تراوسه ددولت وسله والومخالفينو په دي اړه څه نه دي ويلي.