د پکتیکا ولایت امنيتی چارواکي وايي چي په دي ولایت کي د یوي وسله والي نښتي او د ایساف د هوایي برید په پایله کي ديرش وسله وال طالبان وژل سوي دي.
یاده پيښه د پکتیکا ولایت په سرحدي ولسوالۍ ګیانه کي هغه مهال رامنځته سوه کله چي وسله والو طالبانود سرحدي پولیسو پر امنیتي پوستو برید وکي.
ددي ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران وايي چي یوي ډلي وسله والو د ګیاني ولسوالۍ په ولوست سیمه کي د سرحدي پولیسو پر پوستو برید کړی چي درې ساعته یي دوام درلودي.
د ځدران په خبره چي په نښته کي یو شمير وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي چي د دريو تنو مړي د جګړي په ډګر کي پاتي او د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نوموړی زیاتوي چي په نښته کي پولیسو ته د سر زیان نه دی اوښتی خو یو رینجر موټر یي ویجاړ سوی دی.
په پکتیکا کي د سرحدي پولیسو د پنځم کنډک قوماندان ظریف ځاځي وویل چي وړمه شپه وسله والو د دوی په سرحدي پوستو برید وکي، چي د پولیسو په جوابي برید کي یو شمير وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
نوموړی زیاتوي کله چي دوی خپل مړي او ټپیان ليږدول د ایساف لخوا پري هوايي برید وسو چي پکښي کي ديرش وسله وال ووژل سول. خووسله والوطالبانوتراوسه رسنيوته په دي اړه څه نه دي ويلي.