کور / تازه خبرونه / ‘ ځينې چارواکي له وسله والو ډلوسره اړيکي لري ‘

‘ ځينې چارواکي له وسله والو ډلوسره اړيکي لري ‘

محمودکوچی

 

ملگري ملتونه وايي چې د ډېرو هڅو سره ، سره اوس هم په افغان دولت کې داسې کړۍ شته چې د نا قانونه وسله والو ډلو سره اړيکي لري .

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال وايي په کار دي چې په دغه هېواد کې د ځواکمنو وسله والو ډلو په بې وسلې کولو کې له زوره کار واخيستل شي .


د افغان چارواکو او ملگرو ملتونو په وينا تر دې مهاله له ٣٠٠ نه زياتې وسله والې ډلې د ډاياگ د پروگرام له لارې بې وسلې شوي دي .


ملگري ملتونه او د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هغه وسله والې ډلې چې دا مهال په افغانستان کې شتون لري نېغ په نېغه په ترهگريزو فعاليتونو، د نشه يي توکو په قاچاقو او پر مختللو جنايتونو کې ښکېلې بولي .


افغان دولت لا له وړاندې ويلي وو چې څه نا څه ٢٠٠٠ نا قانونه وسله والې ډلې په افغانستان کې شته چې د بشري حقونو نه په سرغړاوي تورنې دي .


په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مرستيال الکساندر کريس وايي چې د ډاياگ يا د ناقانونه وسله والو ډلو د بې وسلې کولو چارې بريالۍ پر مخ تللې، خو په وينا يې اوس هم د دغه کار پر وړاندې يو شمېر خنډونه او ننگونې پر ځاى پاتې دي، د ښاغلي کريس خبره ده چې د افغان دولت په اډانه کې لږ تر لږه ٢٨ تنه چارواکي په نښه شوي چې د ناقانونه وسله والو ډلو سره تړاونه لري :


” په يقين سره چې اوس هم د دولت يو شمېر چارواکي د ناقانونه وسله والو ډلو سره تړاوونه لري . زموږ ارزونې ښيي چې په پيل کې د دغې ډلې نه ٧٢ تنه په نښه شوي دي ، چې د ٢٨ کسو نه پرته نورو ټولو يې خپلې ډلې بې وسلې او يا هم له حکومتي اډانې نه لرې شوي دي، د افغان پارلمان يو شمېر غړي هم د دغو ناقانونه وسله والو دلو سره تړاوونه لري، دولت بايد ځواکمن شي چې وتوانېږي پاتې وسله والې ډلې بې وسلې کړي، خو موږ پر دې پوهېږو چې دا چاره ډېره گرانه ده .”


الکساندر کريس پخپلو خبرو کې يو شمېر امنيتي خصوصي شرکتونه هم تورن کړل چې د ناقانونه وسله والو ډلو سره اړيکي لري، د هغه په وينا د ډاياگ د پروگرام د پلي کېدو تر څنگ اړينه برېښي چې د ځينو ځواکمنو وسله والو ډلو په بې وسلې کولو کې له زور او فشار نه کار واخيستل شي، خو په دې اړه يې نور جزئيات په ډاگه نه کړل .


بل پلو د افغانستان د کورنيو چارومرستيال وزير منير منگل وايي هغه نوې او پرمختللې وسلې چې د دغو وسله والو ډلو په واک کې ورکړل کېږي هغه ننگونې دي چې په دغه هېواد کې يې سوله او ټيکاو ټکنى کړى دى :


” له بهره د وسلو رالېږدونه په سوله او ټيکاو منفي اغېز لري، له بهره اوس هم د همدغو ډلو له لارې سولې او امن ته گواښونه پېښ دي او دا خپل اغېز لري، د ناقانونه وسله والو ډلو د ارزونې چاره روانه ده او موږ غواړو چې د پخوا زيات کره شي . ”


افغان چارواکي وايي چې تر دې دمه له ٣٠٠ څخه زياتې ناقانونه وسله والې ډلې بې وسلې شوې او شاوخوا ٤٠٠٠٠ سپکې او درنې وسلې ترېنه راټولې شوې دي .


د ډاياگ يا د ناقانونه وسله والو ډلو د بې وسلې کولو پروگرام څه نا څه درې کاله وړاندې پيل شوى او داسې اټکل کيږي چې دغه لړۍ به تر ٢٠١١ کاله پورې روانه پاتې شي .