د غورک ولسوالۍ په کوهنه سيمه کي تېره شپه څلور ښخ سوي ماينونه د امنيتي ځواکونو له خوا موندل سوي وه چي درې ماينونه يې د امنيتي ځواکونو له خوا خنثى سوي دي خو يو ماين چاودلى چي کوم ځاني تلفات يې نه لرل.
په دې اړه لراوبر ته د کندهار ولايت له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادو ماينونو د خنثى کولو ترڅنګ ويل سوي چي دا کار د وسله والو طالبانو دئ خو خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.