کور / تازه خبرونه / په بولدک اولسوالي کي ٢ ماين ښخوونکي وژل سوي

په بولدک اولسوالي کي ٢ ماين ښخوونکي وژل سوي

د کندهار په سپين بولدک ولسوالي کي دوه تنه ماين ښخوونکي د خپل ماين په چاودنه کي وژل سوي او ورسره مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.دغه دوه تنه تېره ورځ ماځيګر مهال د يادي ولسوالۍ د کارېز په سيمه کي هغه مهال ووژل سول کله چي يې د سيمي پر يوه خامه سړک باندي د ماينونو ځاى پر ځاى کولو هڅه کول او پرې وچاودېدل.په سيمه کي افغان امنيتي ځواکونو ديادو دوو تنو ماين ښخوونکو څخه څلور کړۍ ماينونه، يوه مخابره، يو موټرسايکل او يو ميل کلاشنکوف هم تر لاسه کړي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو څه نه دي ويلي.