کور / تازه خبرونه / په ډنډ اولسوالي كي ديوه سړك دجوړولو كار پيل سو

په ډنډ اولسوالي كي ديوه سړك دجوړولو كار پيل سو

د کندهار ولايت په ډنډ اولسوالي کي نن د يو سړک د جوړولو کار دپټۍ په پرېکولو سره پيل سو.
دغه سړك چي دډنډ اولسوالي له دامان اولسوالۍ سره نښلوي د ټولګټو وزارت له خوا د (٢٩) ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي.
د ډنډ ولسوالۍ اولسوال سيدعلي درسنيوسره په خبروكي وويل چي دغه سړك څلور اعشاريه پنځه كيلومتره اوږدوالى او ۵ متره بر لري چي د افغان دولت په مالي او تخنيکي مرسته جوړيږي.
هغه وويل په هغو سيموكي ،چي ياد سړك ځيني تيريږي له امنيتي او اقتصادي اړخونو ورته ګټه لري او دسيمي د اوسېدونکو د لاري د ستونزو لپاره د پاى ټکى دى.
نوموړي همدارنګه وويل چي هڅه کوي څو ديادي ولسوالۍ د او سېدونکو د ستونزو د حل لپاره ممکنه لاري ولټوي او د دوى ستونزو او غوښتونو ته رسيدګي وکړي. هغه د سيمي د خلګو څخه وغوښتل چي پدې برخه کي ورسره مرسته او همکاري وکړي څو بيا هم دېته ورته دبيارغوني کارونه اوپروژې پلي سي.
دډنډولسوالي د کندهار ښار څخه جنوب لوېديز ته په ٧ کيلو ميترۍ کي پرته ده.