د لراوبر ويبپاڼي يادونه : په ډله ايزو رسنيو کي د عينو مېني په اړه په لومړنی خبردارﺉ د طالبانو د وياند قاري يوسف له خوا خپور سو ، ورپسې د يوشمېر ازادو رسنيو تر څنګ لراوبر ويبپاڼي هم د ( عينو مېنه ) او د خدمت په نوم ددولتي مځکي تجاران تر سرليک لاندي يوه ليکنه خپره کړه خو د عينو مېني چارواکو يوازي لراوبر ويبپاڼې ته د انتقاد په سترګه کتلي دي ، ښايي دوی به د پيرزويني له مخي ( يوازي) پر لراوبر ويبپاڼه نيوکه کړې وي يا دا چي لراوبر ويبپاڼي ته به تر نورو ډير په قهر وي؛ چي دا ليکنه يې د څو بېلابېلو لارو په غيرمستقيم ډول راولېږله . دلراوبر افغانستان معلوماتي اداره په هر صورت ددوی د نيوکي او نظر درناوﺉ کوي ،ليکنه يې کټ مټ ورته خپروي او قضاوت ولس ته پرېږدي .
د لراوبر افغان ولس د سوکالۍ په هيله
په درناوي
عبدالله احسان
د لر او بر ويب سايد چلوونكي او مسؤل ښاغلي عبدالله (احسان) صاحب
په سلامونو مو لمانځم: په ورځني ژوند كي درته ښي چاري او برياليتوبونه غواړم!
هيله ده لاندي څوكرښي د نيوكي په مفهوم كټ مټ ستاسو د ويب سايد له لاري خپري كړي
(عينو مېنه يا د كندهار ښار د ښكلا ټاټوبي)
رنګين (احمدزي) چه ښايي پرخپله ليكنه د اعتماد د نه درلودلو له كبله به يي مستعار نوم وي ستاسو پر ويب سايد داسي څه نشر كړي چه هغه له حقيقت څخه ډير ليري او د كندهار ښار او ښاريانو سره سخته جفا او خصمانه حركت ګڼل كيږي.
د ليكني لپاره ځيني ځانكړتياوي بايد په نظركي ونيول شي.
لومړي: د موضوع په اړه پلټنه او څيړنه چه پر حقيقت ولاړه او د ضرورت په وخت كي د هغه په مرسته برائت ترلاسه كړاي شي.
دوهم: د ليكوال د ليكني لپاره مقدمه، عنوان، موضوع، هدف او په وروستني برخه كي د هغه تحليل او ارزيابي د هغه د مضمون ښيګڼه بللاي شو.
ښاغلي رنګين احمدزي صاحب!
تر كومه ځايه چه ستاسو ميتوديك او عقده مند اختلاف وكتل شو، تاسو له موضوع څخه يا خو بلكل ناخبره او يا مو تجاهل عارفانه كړي دي . عينو مېنه د يوه بنسټيز پلان له مخي د افغاني با احساسه او هيوادپالو تجارانو په سرمايه ګذاري، همدا رنګه د امريكايي كمپني (اوپيك) څخه د پور (قرض) اخستلو سره سره د عينو مېنې د نوي او عصري ښارګوټي په جوړلو د كندهار ښار د ښكلا او سمسورتيا لپاره لاس پوري كړ چه دا ښارګوټي به د عصري كلينيكونو، روغتونونو، مسجدونو، ښونځيو، تفريحي پاركونه، هوټلونه او نورو ښيګڼو درلوونكي وي. چنانچه اوس موږ نوموړي سهولتونه او ښيګڼي په سترګو وينو. خو بيا مو هم د حسادت پردي پرسترګوغوړه ولي او ددي ښارګوټي د تخريب لپاره مو لسټوني رانغښتي، چه زما په آند دا به له انصافه لري وي. خير!
ښاغلي رنګين احمدزي صاحب!
اوس به څه نا څه د خپلو معلوماتو په اړه موږ ستاسو او نورو هيواد والو سره د واقعيت پر بنسټ وږغيږو!
د عېنو مېنې ښارګوټي د ساختماني چارو مسؤليت او همدارنګه د كورونو خرڅلاو لپاره د آفكو كمپني د مد يره هيئت لخوا ښاغلي حامد هلمندي په پوره اعتماد وګمارل شو. تر څه وخته دا پروسه هلمندي صاحب مخته يوړه، خو له بده بخته نوموړي ناروغه شو او اوس په امريكا كي استوګن دي.
دهلمندي صاحب د كوچني ترين كور قيمت چه تاسو ۱۳۰۰۰ديارلس زره ډالره ليكلي. نه، بلكه د ټاون هاوس كوچني ترين كور قيمت ۲۸۰۰۰اته ويشت زره ډالره ټاكلي ؤه، خو اوس د كوچني ترين كور قيمت چه ځمكه يي هم د ټاون هاوس څخه زياته ده تر ۲۳۰۰۰درويشت زره امريكايي ډالرو پوري وركول كيږي.
سره ددي چه د هلمندي صاحب د وخت په تناسب د تعميراتى موادو قيمت ځيني دوه چنده او حتي ځيني لكه سيخ ګول دري چنده شوي دي.
د ښاغلي هلمندى صاحب په وخت كي غټ كورونه د ۹۵۰۰۰ پنځه نوي زره امريكايي ډالرو څخه تر ۱۰۵۰۰۰يولك اوپنځه زره ډالرو پوري نرخ ټاكل شوي ؤه، چه د كندهار ښاريانو د هلمندي صاحب كورونه خوښ نكړل. ترډيره پوري هم د هغو كورونو څو بابه ولاړوه چه نه و خرڅ شوي، خو وروسته كمپني په ټيټه بيه وپلورل. د ښاريانو غوښتنه وه چه خالصه ځمكي واخلي او د ښارګوټي د ساختماني نورم مطابق يي اعمار كړي. هيئت مديره فيصله وكړه چه ځمكي په ارزانه قيمت وپلوري او ښاريان د نورم مطابق پخپله خپل كورونه جوړ كړي.
د ښاغلي هلمندي صاحب د پروپوزل له مخي چه اوس هم د آفكو كمپني سره پروت دي د يوزراوپنځه سوه مترمربعَ1500 m2 ځمكي قيمت 70000اويا زره امريكايي ډالر ټاكل شوي ؤه، خو اوس د نوموړي مساحت قيمت 25000 پنځه ويشت زره امريكايي ډالر ټاكل شوي دي.
ښاغلي رنګين احمدزي صاحب!
د امريكا د اوپيك كمپني اوس هم د آفكو په كمپني باندي قرض يا پور لري او ښايي دا پور نورهم پايښت ولري. بله خبره لا داده چه: هلمندي صاحب كه څه هم د ناروغي له كبله د منجمنت څخه ګوښه شوي ولي د آفكو په كمپني كي اوس هم د تير په شان سهم لري.
بدبختانه ستا د ليكني محتويات پر محلي روايتونو تكيه كړي او ليكلي مو دي چه (( هغه وخت چه لا د عېنو مېنې د جوړيدو كار نه ؤه پيل شوي په اړه يي داسي ويل كيده چه يوه امريكايي كمپني د غريبانو لپاره د عېنو مېنې په نوم يو پر نقشه برابر ښارګوټي جوړوي چه تر جوړيدو وروسته به يي كورونه په لږ ګټه اوپه ډيره ټيټه بيه د اوږد مهالي پور په توګه پر هغو خلكو وپلورل شي چه په كندهار ښاركي ځاني كور ونه لري)). خو تركومه ځايه چه موږ په جريان كي يو د امريكا اوپيك كمپني به نه يوازي د آفكو څخه خپل پور وغواړي بلكه د خپلي تجارتي پاليسي او د دواړو خواوو د قرارداد له مخي هغوي د خپلو پيسو سود هم غواړي چه د عينو مېني په دفتر كي د هغه اسناد هم موجود دي.
عبدالله پوپل د كندهار ښاروال په توګه د عينو مېنې يا دكندهار ښار د ښكلا ټاټوبي د جوړولو په اړوند زموږ سره ډيره مرسته كړي. خو ددي پروژي ريښتيني ليوال او د ښار د جوړولو په ساختماني چاروكي د ځانګړي مېني لرونكي انسان ښاغلي الحاج ګل آغا شيرزي څخه په ډيره مننه چه د عينو مېني د ښارګوټي د جوړولو په اړونديي زموږ سره هراړخيزي او نه ستړي كيدونكي هلي ځلي كړي دي او اوس هم په دي اړوند تروسه وسه پوري د همدي پروژي د پراختيا په اړه راسره مرسته او تعاون كوي. دا ځكه چي داسي پراخه پروژه چه په ساختماني چاروكي د ښاريانو ستونزى يئ له هره اړخه په نظركي نيولي په تيرو درو لسيزوكي چا مخ ته نه ده وړي. داسي پراخ او بنسټيز پلان د ولس لپاره د افغانستان په كچه چا ندي عملي كړي.
دا چه د ځمكي د قيمت په اړه مو يو متر مربع ځمكه په (15) پنځلس افغاني د ښاروالي لخوا وړكړه شوي ګڼلي پرځاي خبره ده خو آيا تاسو د هغي ځمكي د خدماتو په اړه فكر كړي؟
زمونږ له آنده تاسو فني، محاسب او ياهم تاجر نه ياست چه د ځمكي د فروش د يوه متر مربع قيمت د رانيول شوي ځمكي په پرتله له ځانه سره محاسبه كړي!
په دي پروژه كي د ټولو عام المنفعه روغتونونه، كلينيكونو، ښوونځيو، مسجدونو او تفريحي پاركونو ځمكي مفتي او رايګان وركول شوي همدا رنګه ددي پروژي خدمات لكه د اوبو د نلونو كشول، د ژورو څاګانو كيندنه، كاناليزاسيون، د برق او تيلفونونودلينونو كشول، سروي، اداري مصارف، د سړكونو قير ريزي، امنيتي څارنه، د امريكايي كمپني د پيسو سود وركول د ځمكي په اوسني قيمت كي شامل دي. دا هغه خدمات دي چه ټول ښاريان يي په سترګو وينو خو بيا هم تاسو د خپلي ځانګړي عقدي پر بڼسټ ددي ټولو سره سره ځان پر در ديوانګي اچولي.
اصلا تاسو ددي خدماتو محاسبه له ځانه سره نه ده كړي. كه تاسو د يوه كيلو متر سړك د قير اچولو د مصرف په اړه د يوه فني انجنير څخه پوښتنه وكړي او بيا سر پخپل ګريوان دننه او خپل ضمير قاضي وګرزوي ښايي خپله اعتراضيه ليكنه بيرته واخلي.
ښاغلي رنګين احمدزي صاحب!
د كندهار په ښاركي ستاسو په شان يو يا دوه نور ليكوالان هم شته چه د خپلو شخصي موخويا هدفونو او ځانګړو عقدو له مخي كله د ملالي ميوندي او كله په يو او بل نامه د كندهار ښار پر داسي پروژو چه د ښار د جوړښت، سمسورتيا او ښيګنو لپاره نه ستړي كيدونكي كارونه سرته رسوي او هغه د ښار او ښاريانو په ګټه وي رده وي.
نوموړي ليكوالان هم ستاسوپه څير د خپلو شومو ځانګړو هدفونو لپاره د هغوي په اړه منفي نظرونه خپروي تر څو د ښاريانو ذهنيتونه واړوي. خو زموږ ښاريان اوس په دي توانيدلي دي چي د ښه اوبدو تر منځ توپير وكړاي شي.
تاسوچي د هيواد سره د دښمنانه تاوتريخوالي په څنګ كي د نورو په لمسون د هيواد پرمختيا نه غواړي او دا مو زړه نه قبلوي چه د ديرشو كلونو جنګ ځپلي هيواد دۍ جوړ او آباد شي. ځكه نوبي محتوانيوكي نشره وي .او د ليكوالانوپه لړكي ددښتي خودرويه ګلانوپه څيربي روزني راپورته اوبي له پلټني او څيړني هرڅه ليكي .
كه چيري تاسو و نورو ښاريانوته د هيوادپال په څيره كي ځان ښياست او خپله هيوادپالنه انتقادي بڼه گڼي اوغواړي چي له دي لامله شهرت ته ځان ورسوي بيا نو ضرورت نشته چه په مستعارو نومونو مضامين خپاره كړي بايد سيده سيده په خپلو اصلي نومونو نيوكي وكړي ترڅو دښاريانو په منځ كه د شهرت وياړ لاس ته راوړي . د دموكراسي نظام د پاليسي مطابق هرڅوك حق لري چه د قلم د عفت د په نظركي نيولو سره د قانون د حكمونو برابر انتقاد وكړي او همدا رنګه د نيوكي په وړاندي په مقنع دلائلو او ثبوتونو د خپلو حقوقو دفاع وكړي. كه څه هم هغه دولتي ارګان وي يا هم شخصي.
تاسو چه د رنګين احمدزي په مستعار نوم څه ليكلي زمونږ له آنده تاسو به د كندهار ښار واوسي خو دا چه دهيواد د ليري پرتو سيمو مستعارنوم مو ځان ته ټاكلي دي پر ځان اتكآ نلري ځكه موليكنه نيمګړي او د مؤثقو معلوماتو دلاسته راوړلو لپاره مو پلټنه او څيړنه نده كړي يوازي مو د مغرضينو د لمسون په نتيجه كي څه ليكلي. ځكه نو هغه زموږ د پښتو د شفاهي كلتور پر بڼسټ بايد و وايو چه:
كوټ كوټ دلته كوي هګي بل ځاي اچوي
ستاسو به ياد وي چه كله د لويي ويالي ځمكي لومړي د زورواكو لخوا قبضه او بيا خرڅي شوي د هغوي د اعمار طريقه د ښارګوټي په توګه د ستايني وړ نه وه. همدا رنګه د ژړي د دښت ځمكي چه د رهايشي كورونو او تعميرونو لپاره لومړي د زورځواكانو لخوا قبضه او بيا خرڅي شوي. هغه هم د لويي ويالي د وروسته پاتي برخي په څير اعمار شوي نو كه تاسو عينو مېنه او دهغي رهايشي سهولتونه او د ژوندانه د اړتياوو ليري كول د عينو مېنې د بڼسټيز پلان له مخي د لويي ويالي او يا ژړي ددښتي په پرتله مقايسه كوي. بيله دي چه د عقل او منطق څخه خلاص څوك مو وبولو بل څه نه شو درته ويلاي.
موږ ددي هيواد د خدمتګارانو په توګه ستاسو او نورو درنو ښاريانو څخه هيله مند يو چه د شخصي ګټوو ځانګړو عقدو، قومي او ژبني تبعيض څخه پرته د هيواد د جوړښت او هيواد والوته د هو سا ژوند د برابرولو لپاره په ګډه ګامونه پورته كړو.
پدرنښت
د عينو مېنې مطبوعاتي دفتر
كندهار
د ښارونو د جوړوونکو مخه مه نيسئ، د ښارونو د ورانوونکو مخه ډب کړئ!
داخویوډیر سپک کاردی چی خپل نوم نه سی ښکاره کولای خوقوم ښکاره کولای سی اوپه دې توګه خپل چټیات په میدیا کی نشروی . کېدای سی دغه ښاغلی داحمدزیو دقوم هم نه وی بلکی غواړی دغه دروند قوم په دارقم سپک کړی
سلام او ښې چاري ؛
د يون صيب د خبري په ملاتړ چي ، د ترقۍ او پرمختګ نه خنډونه ليري کړۍ ، خپله مه خنډ کيږۍ ؛
بله خبره ، زموږ افغانانو هيله د ليکوالو نه دا ده چي هر څه چي يي زړه وغواړي ، بنياد او بنسټ ونه لري ، ونه ليکي ٠
له افغان چارواکو نه زموږ غوښتنه دا ده چي په دارنګه ليکنو قهرجن نه سي بلکه داسي منطقي او پوره دلايل وړاندي کړي چي لوستونکي د ځان کړي ٠
دا ليکنه له مسلکي اړخه پوره ليکنه ده ، که ،،احمدزي ،، څه نه واې ليکلي نو د عينو ميني مطبعاتي څانګه به و داسي ښه ليکني ته نه مجبوره کيدل ٠ دغه د ديمکراسۍ يو روښانه ډوول دۍ ٠
د لراو بر درنې ويب پاڼي نه په ډيري منني چي وړ خدمتونه تر سره کوي ٠
حاجي امين باوري ، بلجيم
وښاغلي عبدالله احسان صاحب ته سلامونه اوښې چاري.
وايم چي کوردي ودان اوبچی دي لوی چي داډول ليکنوته دي پخپله ځلانده پاڼه کښي ځای ورکړئ دئ.
زه دښاغلي حامدهلمندي څخه هيله کوم چي پدې هکله دلراوبرځلاندي پاڼي ولوستونکو ته هغه څه چي
ئي په وسه اوورته معلوم وي,دخپلي مهربانۍ له مخي ,خپلي څرګندوني وکړي.
په درناوي
زه دغونده ويلاي سم چي دا خمكه نه د كندهار شاروالي ده او نه هم د افغانستان د دفاع وزارت. بلكه دا خمكه شخصي ملكيت دي او د سيدانو ده. د نورو معلوماتو لباره تاسي بخبله خيرنه وكري.
والسلام
اكمل
له خپل پلرني ټاټوبي ليري دجلاوطنۍ په سختو ورځو شپو کې لراوبر ويبپاڼه ده چې موږ د خپلو پاته شويو سيمو له حالاتو خبروي ، نن که کندهار له موږه پاته دﺉ خو له زړه او فکره مو وتلی نه دی . په کندهار کې د يوه پرمختللي ښارګوټې جوړېدنه زموږ د درديدلو او بېځايه شويو جلاوطنو لپاره د ورانيو د خبرونو تر څنګ د جوړونې يو ښه خبر و چې نن مې له دې ويبسايډه ولوستی .
((( کله مې پېرزو يې په بمونو کنـــــــــــــــــــــــدهــــــــــــــــــــــاره )))
Pyawaro Pashtano Aw grano Hewadwalo,
Ghwaram khpal nazer da yaw azad ensan pa toga da Ayno mini mas olino ta Da Ehteram pa zapo ke Arz kam.
1-Da yaw amolmanfeye Porze jorawal pa gham zapaly kandahar ke zma da tayed war da Ham khalgo ta da Sarpana da taheye kawol pa khater aw ham da Watan da shkola aw Modernizm pa khater.
2-Kho da na tayeda wam che Da Da Watan aw namos da da defa (ASKARE QESHLA) kor de rang she .
3-Da mzaka aslan da Sharwali na wa da bal cha Molkeyat ta Baya eshowal aw khrsawal khpala ghyre Qanoni kar dy har cha che kary aw pa har Qowat che ye kare .
4-Wali ya sharwal kawalay shwal da sharwali molkeyat da dagha Zay por makhamakh warkary way che hagha da Sharwal Chat aw sanga kharz kar khalgo ta shkara da Aw por khpal wakht ba khayen har sok che we da melat jawab wowaye..
5 -tase da sharwal pa defa ke walar yast hagha sok che tar sharwaly dar makha pa germany ke da Wasefe sara por kandharyano garzedy aw da jib kharz ye noro workawa kho Os hagha sharwal Pa Amreka korona ranewal .Da asman da kome khwa porda ra sory sho che Daler ye por wa pashal .Da che sharwal sakare yawa khwa aw da che tase ye hemayat kawe da bala mawzo da Aw dase maloma da che Khayan da khayana defa kawe.
6-Za na pohezem che tase che da watan dosty tar sha zan potawy waly Khalgo ta sharye Qabali na wor kawy pa dase hal ke che Qemot mo ham tar lasa kary. kho waze da che Alat shta aw da elat tase Da KARZI pa zor tar sara kawy aw da khalgo ta sarganda wy che Olasmasher Da Karzifamil masher dy aw ghware da bytolmal ghasb aw Famil ta wabakhshe.
7-Bal Kandahar tol meshta khalag 30 kala jang ,Qomandan salarayo, Da Din seyase tajirano zapaly de aw os ye zakhm marham ghware, kho tase Korona hogho ta jor kra che ya da watan khayanan aw ya pa bahar ke Osedonke de aw ghareb aw kkwanda stase da lotf sakha Mahrom de sa sha waye:
Ghatan ghatan loyan loyan pyda de
Doy kho da mora jinatyan pyda de
Rshy che hagho ta janat wa ga to
kom che da mora Dozakhyn pay da de
Pa kar sorat domra wayam che tase ham Da Globalism Askar yast aw zan da gharebo pa weno marawy aw da prado da gholamy pa Qodrat da zan aw korany da khedmat da para Pashton aw pashtonwaly kharsawy
Hila da zma sa sok khapa na she pa akher ke wayam Che Da Khalgo zor da khoday zor dy aw da khalgo sara tante ma che chy
Pa dranasht
Alhaj M.Omar Da Germany sa
سلام یاره تاسو خوهم ولاکه دجنت دروازی یاست
خدای دی دهلمندي عبدالله پوپل اسدالله خالد
ولی کرزی او تاسوغوندی ددي هيواد……………
**************************
د پورتنۍ تبصرې وروستۍ برخه د لراوبر ويبپاڼي ادراې له خوا له منځه يووړه سوه . موږ بيا هم له ټولو لوستونکو په ډير درنښت هيله کوي چي د تبصرې ليکلو پر مهال له احساساتو کار وانخلي .
سرلوړي اوسئ .