کور / تازه خبرونه / كندهار: بې پيلوټه الوتكه لويدلې ده.

كندهار: بې پيلوټه الوتكه لويدلې ده.

په معروف کي د ايساف بې پيلوټه طياره لوېدلې
د كندهار د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايې چي د کندهار په معروف ولسوالي کي تېره ورځ د ايساف يوه بې پيلوټه الوتکه د تخنيکي ستونزو له خاطره لوېدلې ده.
دغه کوچنۍ طياره تېره ورځ ماپښي قضا د يادي سوي ولسوالۍ د مليانو او کابلي په ساحه کي چي د زابل ولايت سره سرحد لري د تخنيکي ستونزو له خاطره لوېدلې ده.
د مطبوعاتي دفتر په خبره ، دغه ساحه چي پکښي تېره ورځ د ايساف بې پيلوټه طياره لوېدلې يوه غرنۍ ساحه ده او د لومړنيو پلټنو پر اساس ويل کېداى سي چي په دغه ساحه کي د دښمن هيڅ راز تحرکات او فعاليتونه وجود نلري.
د الوتکي د لوېدلو په دغه پېښه کي ولسي وکړو ته هم هيڅ ډول مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايې چي تېره ورځ يې په دي ولسوالي كي يوه كشفي الوتكه را اچولي ده .