په هلمند كي د سړك غاړي د ماين چاودني د يوي كورنۍ يو غړي وژلي او دري نور يې ټپيان كړي دي .
چاودنه نن سهار د اوو بجو په شاوخوا كي د هلمند ولايت د مارجي ولسوالي د قاري سدي په سيمه كي د ملكي خلګو پر يوه ټونس موټر سوې .
د هلمند د والي وياند عمر ځواك وايې چي په چاودنه كي يو كس وژل سوي او درې نور ټپيان سوي چي ټول د يوي كورنۍ غړي دي .
د يادي پېښي مسوليت تر اوسه كومي وسله والي ډلي په غاړه ندي اخيستي او نه يې هم په اړه څه ويلي دي .