په اسیایي سیالیو کي دریم مقام راوړونکی لوبغاړی وستایل شو.
په میدان وردګو ولایت کي د تکوندو لوبي یو تن لوبغاړی عزیزالله چي د افغانستان په استازی په اسیايي سیالیو کي په خپل وزن کي دریم مقام خپل کړی وو، د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي له لوري د یوي غونډي په ترڅ کي ستاینه وشوه .
د ولایت په مقام کي په همدي موخه په جوړه شوي غونډه کي چي د دغه ولایت بيلابيلو لوبغاړو سربیره په ولسي جرګه کي د میدان وردګو ولایت د خلکو استازي ښاغلي عبدالمجید،د ولایتي شورا مرستیال ښاغلي محمدحضرت جانان،په دغه ولایت کي دولایتي بیارغوني ډلي مشر ښاغلي مظفر او یو شمیر نورو برخه اخیستي وه .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږياڼي د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل: لوبي سربیره پردي چي روغتیا لپاره ډيره ګټه رسوي،په اکثره وختونو کي په ډيرو مهمو هيوادونو او سیمو کي د یوه هيواد او سیمي ښه استازولي کولای شي .
هغه په اسیايي سیالیو کي د میدان وردګو ولایت لوبغاړي عزیز الله ته د هغه د دریم مقام ګټلو له امله مبارکي وویله او د دغه هدف ترلاسه کول یي د نوموړي هڅي وبللي او په راتلوونکي کي ورته د نورو بریالیتوبونو ترلاسه کولو لارښوونه وکړه.
یاد لوبغاړي د میدان وردګو والي څخه مننه وکړه،چي د یادو سیالیو په موخه یي د هغه دسفر ټول لګښت هغه ته ورکړی وو او ژمنه یي وکړه که د ولایت مقام او مسؤلینو دا ډول پاملرنه وي نو ژر ده،چي دوی به نوري لاسته راوړني هم دغه هيواد په ځانګړي ډول میدان وردګو ولایت ته راوړي.
په یاده غونډه کي د تکوندو لوبو لوبغاړو د خپلي لوبي ننداري هم یادو مسؤلینو ته وړاندي کړل او وروسته بریالي لوبغاړي ته نغدي انعامات،ډالۍ او ستاینلیک هم د دغه ولایت دوالي له لوري ورکړل شول .