کور / تازه خبرونه / دفاع وزارت: لس عسکر د سړک غاړي ماينونو وژلي

دفاع وزارت: لس عسکر د سړک غاړي ماينونو وژلي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کي د ملي اردو لس سرتیري د سړک د غاړي ماین په چاودنو کي وژل سوي دي.
د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن وویل، دا کسان په کندهار، هلمند، بدخشان، او لوګر ولایتونو کي په بیلابیلو پيښو کي وژل سوي دي.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت وایي په تیرو څلرویشتو ساعتونو کي یوولس وسله وال طالبان په شپږو ولایتونو کي د عملیاتو په نتیجه کي وژلي دي.
دا پیښي په داسي حال کي کیږي، چي ټاکل سوې په نږدي راتلونکي کي افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال وروستى او پنځم پړاو پیل سي.