جوزجان: نن سهار مهال د دوستم پلويانو د جوزجان د والي عالم ساعي پر کور برید کړی دیويل کيږي د بريد په ترڅ کې ډزې هم شوي دي خو څوک پکې مړه او ټپیان شوي نه دي.د جوزجان امنيه قومندان هم د والي پر کور د شوي بريد پخلی کړی دی.ازبک مشر جنرال دوستم چې په شمال کې په ځانګړي ډول جوزجان کې د راج چلولو خوبونه ويني تل يي په سيمه کې دا ډول زور زياتی کړی دی.ځايي چارواکي وايي چې د دې نښتې لامل شخصي ستونزې وې خو په دې اړه يي نور جزييات نه دي ورکړي.ويل کيږي د دوه پلويانو کوښښ کاوو چې والي ساعي ژوندی ونيسي خو د نوموړي ساتونکو تند غبرګون ښودلی دی.
دوستم تر دې وړاندې هم په يادو ولايتونو کې ډير زور زياتی کړی دی.د دوستم پلويان په دې ولايت کې د ځمکو په غصب، سړي تښتونې او نورو پيښو کې تورن دی.دوستم چې پخوانی جنګ سالار دی تر ډيره په دې ډول زياتيو کې لاس لري.تر دې وړاندې په کابل کې د برښنا شرکت هم پر نوموړي تور پورې کړی و چې دوستم د برښنا له درکه د دې شرکت په لکونو ډالره پور وړی دی.هيره دې نه وي چې تر دې دمه دوستم په دې اړه څه نه دي ويلي.