کور / تازه خبرونه / حامد کرزى:د افغانستان خلک له پاکستانيانو شکایت نه لري

حامد کرزى:د افغانستان خلک له پاکستانيانو شکایت نه لري

اسلام اباد : د بي بي سي د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له یوه پاکستاني تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک له پاکستانيانو شکایت نه لري، بلکې د دغه هېواد له پوځي او استخباراتي بنسټونو شکایت کوي.حامد کرزي له “جیو” تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې “د پاکستان استخباراتي او پوځي بنسټونه له مذهبي توندلارۍ په ګټې اخیستو سره د افغانستان په بې ثباته کولو او کمزوري کولو پسې راخیستې ده”.د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر کرزي پخپلو خبرو کې ویلي، چې “د افغانستان پرضد د پاکستان له لوري رامنځ ته شوې توندلاري نن پخپله د پاکستان په لمن کې لوېدلې ده”.حامد کرزي د پاکستان پر استخباراتي او پوځي بنسټونو تور لګولی، چې “د افغانستان له ښه نیته ناوړه ګټه اخلي او غواړي چې افغانستان تل د پاکستان تر لاس لاندې وي. خو دغه هڅې به ځای ونه نیسي، بلکې د لا ډېرې خرباتیا او ناورین لامل به وګرځي.پاکستان دا ټولې هڅې د دې لپاره کوي، چې افغانستان د ډیورنډ کرښې رسمیت پېژندلو ته اړ کړي، دوی باید پوی شي چې دې هدف ته به هېڅکله هم ونه رسېږي”.حامد کرزي دا هم ویلي، د افغانستان خلک به هېڅ اجازه ورنه کړي، چې د هېواد بهرنی سیاست د پاکستان په خوښه جوړ شي. خو افغانان تل له پاکستان سره ښه اړیکي لري.شاید د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یا کوم بل وخت به دا تمه وه، خو هغه وخت بیا نه تکرارېږي”.د “جیو” تلوېزیون دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د پاکستان چارواکي له افغانستان سره د ښو اړیکو هڅې کوي، حامد کرزي وویل، له پاکستان سره موږ تل ښه اړیکي غوښتي، خو د پاکستان استخبارات او پوځ د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره هېڅ نه دي کړي:غواړم ووایم چې په تېرو لسو کلونو کې مو ډېر فرصتونه ضایع کړل، تمه لرم چې تر راتلونکي یوه کال پورې افغانستان کې د نوي حکومت په جوړېدو سره، پاکستان له دې فرصته ګټه واخلي او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د لا ښې خونډي راتلونکې په اړه همکاري وکړي”.د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره (آی ایس آی) په دې وغندل چې هڅه کوي د افغانستان د بې ثباته کولو او کمزوره کولو لپاره له مذهبي افراطیت څخه سو استفاده وکړيښاغلي کرزي له جیونیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل: افغانستان به هیڅکله د پاکستان پر خلکو اعتراض ونه کړي ځکه چې دوی د افغانستان د جهاد او سختیو په کلونو کې خپلې مېنې او خواړه له افغانانو سره وېشلي دي کرزي په زغرده وویل چې افغانان به په هیڅ صورت د ستراتیژیک عمق په اړه د پاکستان پالیسیو ته غاړه کښېنږدي او اجازه به ورنه کړي چې پاکستان د افغانستان پر بهرنۍ پالیسۍ کنټرول ولري.کرزي همداراز وویل، پاکستان له مذهبي سخت دریځۍ څخه تل د افغانستان پر ضد د یوې وسیلې او حربې په توګه کار اخیستی دی. خو اوس دوی(پاکستانیان) په خپله له ورته ستونزې سره مخامخ دي.د افغانستان ولسمشر همداراز وویل ، د پاکستان پوځ او استخباراتو تل د افغانستان له ښه نیته ناوړه استفاده کړې او هڅه کوي چې د افغانستان په حکومت کې نفوذ ولري.ښاغلي کرزي خبرداری ورکړ چې د پاکستان دا هڅه به یوازې او یوازې د لا زیاتې ورانۍ او مصیبت سبب شي او له دې پرته به بله کومه ګټه ترلاسه نه کړي.د افغانستان ولسمشر وویل : «که د پاکستان حکومت په دې تمه وي چې د ورانکارو هڅو په وسیله به پر موږ د ډیورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه ومني باید په دې سر خلاص کړي چې خپل دې هدف ته به هیڅکله هم ونه رسېږي.»ښاغلي کرزي په ځانګړي ډول د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره په دې وغندل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو خنډ کېږي.کرزي د پاکستان پر خلکو ږغ وکړ چې باید په دې خبر شي چې په تېرو لسو کلونو کې د دوو هیوادونو ترمنځ مهم فرصتونه له لاسه ووتل.ده همداراز وویل چې افغانستان به په راتلونکې نژدې یوه کال کې نوی حکومت ولري او دی هیله لري چې پاکستان باید له فرصتونو څخه د اړیکو د ښه کولو لپاره کار واخلي.کرزي له جیو نیوز سره په مرکه کې همداراز ویلي چې که د بې پېلوټه الوتکو د حملو په نتیجه کې ملکیان وژل کېږي نو دی یې مخالف دی او له نوازشریف سره په دې برخه کې د نظر یووالی لري.