په لومړیو کې سپین غر زون د لوبډلې د جوړیدو په موخه څلوردېرش کسیزه لوبډله ا علان کړه چې په تمریناتو بوخته وه چې له تمریناتو وروسته یې اتلس غوره لوبغاړي غوره او اوس سیالیو لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د ختیځ زون د کرکټ بورډ ویاند شاکرالله ساپي د معلوماتو پر بنسټ د سپین غر زون لوبډلې کپتاني د ملی لوبډلې تیز بالر حمید حسن پرغاړه ده مرستیال کپتان یې د ملی لوبډلې لومړی توپ وهونکی او تیز توپ وهونکی کریم خان صادق، افتاب عالم، شبیر نوري، خیبرخان، عبدالرشید، طاهر زړګی، قسیم خان، نجیب ترکی، عبدالله عادل، شفیق الله شفق، ضمیرخان، نورالحق، شوکت زمان او نسیم سرخرودی.
ساپی زیاتوي لوبډله يې پوره چمتو دی چې په یادو سیالیو کې به خپلو سیالو لوبډله سره سخته سیالي وکړي او لوبډلې لوبغاړي تمه څرګندوي چې یادو سیالیو اتلولی به هم ترلاسه کوي.
یادونې وړده سپین غر زون لوبډلې ته پخواني لوبغاړي اسدالله لخوا روزنه ورکول کیږي.
دوی پوره لس ورځې تمرینات وکړل او خپل منځی شل اوریزې تمریني سیالۍ هم ترسره کړي دي