په كندهار كي د يوي پراخي غونډي پرمهال د كندهار په معرف ولسوالي كي د پاكستان له لوري د تېري ورځي بريدونه وغندل سول او له افغان دولت څخه په ټينګه غوښتنه وسوه چي ياده موضوع دي د خبرو له لاري حل كنه ولس ته دي اجازه وركول سي څو د پاكستان ددي كړني جواب وركړي .
غونډه د كندهار په ولايتي شورا كي جوړه سوي وه .
جمعه غرمه مهال د کندهار په معروف ولسوالۍ کي د پاکستان له خاوري د افغان سرحدي پوليسو پر امنتي پوسته وسله وال بريد سوي چي پرمهال يې يو سرحدي پوليس وژل سوي او دوه كسه نور ټپيان سوي دي .
د پاكستان له خاوري پر افغان سرحدي پوليسو بريدونه په كندهار د خلګو غوسي پارولي او په يويې غونډه كي يې له افغان دولت او نړيوالي ټولني وغوښتل څو پاكستان په دي كار سره محاكمه كړي . د غونډي ګډونوال له افغان دولت څخه وغوښتل چي كه چوپه خوله پاته سوه نو د پاكستان په وړاندي به پريكه دوي كوي .
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل وايې چي خپله د پاکستان د خاوري ځخه څخه پر افغان سرحدي پوليسو ډزي سوي دي ، د هغه په ټكو له كومه وخت چي په سرحدونو كي ستونزي پيدا سوي سرحدي پوليس يې هم د تيار سي په حال كي دي .
د ګوشتي وروسته معروف دوهمه افغانه ولسوالي ده چي پاكستاني او افغاني ځواكونه يو د بل سره پكښي په جګړه كيږي .