کور / تازه خبرونه / كندهار: مخ پټو وسله والو د اقتصاد ريس ويشتلى .

كندهار: مخ پټو وسله والو د اقتصاد ريس ويشتلى .

مخ پټو وسله والو د كندهار د اقتصاد ريس ويشتلي .
د كندهار د والي وياند جاويد فيصل وايې چي تېره شپه ناوخته د كندهار ښار ددوهمي امنتي حوزي اړوند د كاريز بازار په سيمه كي مخ پټو وسله والو د كندهار د اقتصاد ريس محمد رحيم رحيمي ويشتلي دي .
فيصل وايې چي نوموړي ټپي دي او روغتيايې حالت يي د ډاډ وړ دي .
د كنددهار د امنيه قوماندانې وياند غورځنګ افرېدى وايې چي د اقتصاد دريس سره د هغه زوي هم ټپي سوي .
په خبره يې چي له بريد كوونكو څخه يي يو تن نيولي چي هغه هم ټپي دي .
د يادي پېښي په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي او نه يي هم كومي بلي ډلي پړه پر غاړه اخيستي ده .