د كندهار ښار او سپين بولدك ولسوالي پر لار د سراچه او ټيلر موټرونو د ټكر له كبله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي .
د كندهار د ترافيكو مدير محمد الله خان وايې چي پېښه نن سهار د ۷ بجو په شاوخوا كي رامنځ ته سوي .
په خبره يې چي په پېښه كي ۳ تنه نارينه وژل سوي او يوه ښځه ټپي سوې ده ، چي ټول د سراچه موټر سپرلي دي .
محمد الله خان وايې چي سراچه موټر له بولدك ولسوالې څخه د ښار پر لوري روان وو .
هغه د موټر چلوونكو بي احتياطي او تيز سرعت ددي پېښي علتونه ياد كړه .