کور / تازه خبرونه / هلمند: طالب پلوه پوليس خپل ۶ ملګرۍ ووژل

هلمند: طالب پلوه پوليس خپل ۶ ملګرۍ ووژل

طالب پلوه پوليس خپل شپږ ملګرې په ډزو سره ووژل .
دهلمند دولايتي اداري وياند عمر ځواک وايي يو کس چې ښايي پوليس وي خپل شپږ ملګرې په ډزو سره وژلي دي .
دغه پيښه دسنګين ولسوالۍ د دهزور په سيمه کي نن سهار وختي (پنجشنبی ) رامنځته سوي .
ځواک وايي چي په دغه پيښه کي دوه ملې پوليس او څلور سيمه ييز پوليس وژل سوي او بريد کونکي شپږ ميله وسله او يو رنجر ګاډي له ځان سره وړي.
چارواکي وايي چي دا لا نه ده معلوم چې په پوسته کي شخړه رامنځته سوي او که بريد کونکي طالب پلوه پوليس ؤ.
خو وسلوال طالبان ادعا کوې چي دا کار ددوې يوه نفوذی ملګرې کړې دى .
دا په روانه اوونۍ کي دوهمه پيښه ده چي د يوه پوليس له خوا خپل ملګری وژل کيږي .
ددغه اوونۍ په سر کي دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کي اووه تنه پوليس دخپل يوه بل ملګرې له خوا ووژل سوه او بريد کونکى وتښتيدى .