د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چي په دي سيمه کي نه وسله وال طالبان سته او نه هم پر دي چورلکي بريد سوى دى.
هغه وايي چي دا پيښـه د پنجوايي ولسوالۍ په مشان سيمه کي سوي ده او په دي سيمه کي ټول افغان ځواکونه ميشت دي.
که څه هم ددي پيښي په اړ نور جزيات نه دي خپار ه سوي خود والي وياند وايي چي په دي پيښه کي سرتيرو او د چورلکي عملي ته هيڅ زيان نه دى اوښتى.
بلخوا وسلوالوطالبانوددي چورلکي درا اچولو ادعا کړي ده.
طالب وياندقاري يوسف احمدي وايي چي دغه چورلکه دجګړي پرمهال ددوى لخوا ويشتل سوي اودکوکران په سيمه کي رالويدلي ده.