د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي چي د ځانمرګو بریدګرو هغه ډله يي نیولي چي په دغه ولایت کي يي په یوشمیر مهمو دولتي ودانیو باندي د برید نیت درلودى.
د بدخشان والی ویاند عبدالمعروف راسخ وايي چي ددغه ولایت ملي امنیت ریاست پنځه تنه ځانمرګي بریدګر د انتحاری واسکټونو او یوشمیر چاویدونکي توکیو سره نیولي دی چي په یوشمیر دولتي تاسیساتو باندي يي د برید هوډ درلودى.
همدغه راز راسخ وايي په دغه نیول سوو کسانوکي یو تن قزاقستاني تبعه او څلور تنه يي افغانان دی.
نوموړي په دغه اړه د زیاتو جزییاتو ورکولو څخه ډډه وکړه خو زیاته یی کړه د نیول سوو کسانو څخه دمګړۍ پوښتني رواني دی.
د یادوني وړده چي وسله والو طالبانو په دغه اړه تراوسه پوری رسنیو ته څه ندی ویلي.