کور / تازه خبرونه / کندهار : ٧ افغان فوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار : ٧ افغان فوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کي راغلي چي د دولت د وسله والو مخالفينو په بريدونو کي د ملي اردو دري تنه سرتيري وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
د سرچيني د معلوماتو له مخي، دغو سرتيرو ته د کندهار ولايت په پنجوايي او شاوليکوټ ولسواليو کي مرګ ژوبله اوښتي ده.
په خبرپاڼه کي دغه راز د دولت وسله والو مخالفينو ته هم د مرګ ژوبلي اوښتلو خبر ورکړی سوی دی.
خو د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دي اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.
دا په داسي حال کي چي په دي وروستيو کي افغان ولسمشر او فوځي جنرالانو ويلي ول چي ګني په افغانستان کي د افغان سرتيرو وژنه زياته سوي ده او همدا ډول وسله وال طالبان دا مهال ډير بريدونه پر افغان سرتيرو کوي.