کور / تازه خبرونه / پېښور : د يوه بريد په پايله کي ٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پېښور : د يوه بريد په پايله کي ٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پيښوركي د يوه بريد په ترڅ کښي دوه كسان وژل سوي او يو ډاکټر سخت ټپي سوى ده،
د سرښار پيښور په ډبګرۍ ګارډن سيمه کښي له سړي تښتونكوسره په نښته کښي دوه كسان وژل سوي او يو ډاکټر سخت ټپي سوى ده .
دمعلو ماتو پر اساس چي وايي د پيښورپه ډبګري ګارډن سيمه کښي تيره شپه ناوخته ډاکټر شاکرحسين څوك چي له كلينك څخه خپل کور ته روان وو چي د پوليسو په وردۍ کښي سړي تښتونكو هغه د تښتولو هڅه وکړه، ولي د ډاکټر شاکرحسين يوه پرايويټ ساتونكي له او دسړي تښتونكو ترمينځه نښته شروع سوه او له دوړو خواوو ناتازه ډزي وسوي چي په نتيجه كښي يي د ډاکټر شاکرحسين يو بل ډاکټر ملګري او يو سړي تښتونكى ووژل سول او ډاکټر شاکرحسين هم سخت ټپي سوى ده
په دي موقع له ډبګرى ګارډن سره نزدي ولاړ د ايف سى سرتيرو دوه سړي تښتونكي سره د وسلو نيولي دي
ټپي سوى ډاکټر ليډى ريډنګ هسپتال پيښور کښي داخل کړى سوى دى او د پيښي په اړه پوليسو پلټني شروع كړي دي