لویي څارنوالۍ له ستري محکمي په رسمي توګه وغوښتل چي؛ په فساد او قاچاق د پنځو تنو تورنو وکیلانو د نه معرفي کولو په هکله د ولسي جرګي پریکړه لغو اعلان کړي.
د لویي څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي د ولسي جرګي کړي پریکړه غیر قانوني وبلله.
وروسته له هغه چي د مالیي وزیر د ولسي جرګي پنځه تنه غړي ظاهر قدیر، محمد نعیم لالی حمیدزی، محمد عظیم محسنی، سمیع الله صمیم، محمد عارف رحماني او محمود سلیمان خیل له دندي په ناوړي ګټي اخیستني تورن کړل؛ لویي څارنوالۍ له دوی څخه وغوښتل چي؛ د تحقیقاتو لپاره لویي څارنوالی ته حاضر سي.
محمد نعیم حمیدزی یواځیني وکیل و چي؛ د تحقیقاتو لپاره لویي څارنوالۍ ته حاضر سو؛ خو پنځه نور وکیلان حاضر نسول.
لویي څارنوالۍ دغه پنځه وکیلان ممنوع الخروج اعلان کړل؛ خو د افغانستان ولسي جرګه وایي، چي لویه څارنوالۍ دا صلاحیت نه لري