طالبان وايي چي تېره ورځ سهار څخه بيا ترماځيګر پوري ئې د هسکي مېني د اولسوالۍ پر پوستو بريدونه کړي او په پايله کي ئې ٤ پوليس وژلي .
د سیمي اوسیدونکي وايي، چي په دغه جګړه کي د عامو خلکو کورونه لګيدلي او د ځیني څاروي هم په ډزو کي له منځه تللي دي
بل خوا دهسکي میني اولسوال یاده جګړه تايیدوي او په خبره يي، چي تېره ورځ سهار وختي امنيتي ځواکونو غوښتل، چي په یاده ساحه کي د سرحدي پولیسو پوستو ته اکمالات وکي، چي د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ سول او جګړه پيل سوه.
اولسوال وايي، چي جګړه پاى ته رسېدلې او د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو که څه هم د یادي جګړي په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ادعا يي کړي، چي پرون ټوله ورځ په هسکي میني ولسوالۍ کي له امنيتي ځواکونو سره جنګیدلي او په پایله کي څلور پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي ده. خو دولتي چارواکو دا ادعا نه ده منلي .
د ویلو ده،چي په تیره میاشت کي له هسکي میني اولسوالۍ څخه شاوخوا شپیته کورنۍ د امنيتي بېري له امله ښار او یو شمير نورو سیمو ته کډه سوي دي.