کور / تازه خبرونه / هرات : يو کوچنى د تښتوونکو له منګولو خلاص کړل سو

هرات : يو کوچنى د تښتوونکو له منګولو خلاص کړل سو

په هرات ولایت کي پولیسو د یو ماشوم د تښتوني په تور نهه کسان نیولي او کوچنى ئې د دوی له منګولو روغ رمټ خلاص کړی دى.
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدي وايي چي یادو کسانو د مجیب الرحمان په نوم یو شپږ کلن کوچنى شپږویشت ورځي وړاندي له هرات ښار څخه تښتولی وو.
احمدي وایي چي د ماشوم کورنۍ پولیسو ته عارض سوي وو چي پولیسو هم د نوموړي ماشوم د ژغورني له پاره هڅي پیل کړي او پرون یي د نوموړي ځای معلوم او نهه کسان سړي تښتونکي يي نیولي او ماشوم یي ځني روغ رمټ خلاص کړی دى.
په هرات ولایت کي په دي وروستیوکي د تښتونو پيښي زیاتي سوي چي شاه خوا دوي میاشتي وړاندي سړي تښتوونکو د یو سوداګر کوچنى زوى له تښتوني وروسته وژلی وو.