کابل:دیوتازه خبرله مخي،نن مازدیګردکابل پرمحلي وخت څلورنیمي بجي په کابل کي دستري محکمي شاته دمامورنیو درخصتي پرمهال دموټرونوپرتمځاي باندي یوځانمرګۍ بریدترسره شو.امنیتي چارواکي وايي،چي په دغه بریدکي ددووښځوپه ګډون(۱۷)کسان وژل شوۍ اوتر(۵۰)زیات ټپیان شویدي. دنهمي ناحیي دجنایي جرمونوآمرروح الله وایې چي ځانمرګۍ کس دستری محکمي دمامورینو دیوه بس سرویس څنګ ته دوتلو پرمحال ځان برابر کړی او ځانته یې چاودنه ورکړله.
دکابل دجنايي جرمونورېیس جنرال محمدظاهروايې،بریددستري محکمي دکارکونکو دوتلو پروخت منځ ته راغلي دی، نوځکه شایددتلفاتواوزخمیانو شمیرترټاکلي اندازي زیات وي.
وسله والوطالبانو دبریدمسؤولیت منلی،اودلسګونوکسانو دوژلکېدوادعا یې کړېده.
طالبان وايي،دابریديې ځکه کړي،چي دسترې محکمې قاضیانو دطالبانو بندیان په عمري بندونو اویا یې په اعدام محکوم کړي دي.دطالبانوپه وینا دنن ورځي په بریدکي ترلسو ډیرقاضیان وژلي دي .