کابل: تیره شپه په کابل کي دسوداګرۍ یوتجارتي مارکيت چي، دمریمي لیسي څنګ ته نږدي پروت وو ،دلسګونو هټیوپه سوځولو سره داورلمبه شو.
اورلګیدنه دشپي په(۱۱)بجو پیل شوه او ترسهاره پوري یې دوام وموندي .داورلګیدني له امله وډیرودکاندارانو ته زیات مالي تاوانونه اووښتي دي ،ولي ځاني تلفان نلری.
داوروژني اداري دایساف ځواکونو په مرسته هڅه وکړه،چي اورووژني ، ولي اورتر سهاره پوري دوام پیداکړي .داوراصلی علت هم تراوسه نه دي څرګند شوي.
دیادولووړده،چي پروسږکال هم دکابل منډوي دکالیو اوټوکرانویومارکیټ اورواخیستي چي له امله یې( ۶۰۰ )دکانونه اوهټي وسوځل شوي اودهردوکان مالي زیان تر (۵۰۰۰۰) امریکایی ډالروډیروو.
دهغه مارکیټ داورلګیدني وروسته دولت پریکړه وکړه،اودسوداګری وزارت دنده ترلاسه کړه چي په کابل کي ټول مارکټونه اودکانونه بایددبیمي ترچترلاندي راشي.مګرتراوسه پوري دیادمارکيت اونورودکانونودبیمي کومي نښي اونښاني نه لیدل کیږي.
شنونکي وایې،چي په کابل کي داور وژني اداره ډیره کمزوری او غیرمعیاری ده.ددي اداري کارونه ځکه نیمګړی دي،چی دتیرو تجربو څخه یې هیڅ عبرت نه دي اخیستي.
داطفائیه اواوروژنی اداري کمزوري داده،چي دوی دزړوودانیو داوروژني چاري نه کنترولوي اودنووودانیو داورلګیدني شرطونه نه عملي کوي ،دسوداګرواومالکانو دتجارتي مارکیټواوهټولپاره دبیمي امکانا ت نشته،نوځکه داوروژلووروسته دوی اونږدي چاپرییال ته په زرګونو میلیونه ډالرتاوانونه رسیږي.
.