د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چي د زابل په مرکز کلات کي د پرونيو بريدونو طرحه ګر يي وژلي دي
جنرال رازق وايي چي نوموړي ډله پنځه کسيزه وه او مشري يي د باغبان په نوم طالب قوماندان کول
د امنيه قوماندان په وينا چي نوموړي ډله يي پرون ماپښين د کندهار د ارغستان او د زابل د شهرصفا ولسواليو تر منځ د چغني په غره کي په نښه او ويي وژل
امنيه قوماندان زياتوي چي يادي ډلي د عينو ميني او څلور کاله مخکي د پنجوايي ولسوالۍ د پخواني ولسوال فضل الدين اغا د کور مخي ته هم چاودني پلان کړي وي
وسله والو طالبانو په دي اړه څه نه دي ويلي