کور / تازه خبرونه / د بېوزلو کورنيو سره مرسته وسوه

د بېوزلو کورنيو سره مرسته وسوه

د میدان وردګو ولایت تر سلو زیاتو بي وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د میدان وردګو ولایت د سري میاشتي اداري له لوري د میدان وردګو ولایت د بهسودو،سیداباد،چک،نرخ او میدان ښار شاوخوا یوسلو دري کورنیو سره د خوراکي توکو چي په کي هري کورنۍ ته پنځه ویشت کیلوګرامه وریجي،اوه کیلوګرامه بوره او لس کیلوګرامه غواړي شامل وو، ورکړل شول .
د دغه مرستي د ورکړي پرمهال په میدان وردګو ولایت کي د سري میاشتي مشر ښاغلي محمدسلیم وردګ وویل : یاد توکي د یادي اداري له لوري د دري سوه زره افغانيو په مالي لګښت هغه کورنیو ته ورکړل شوي،چي وړاندي د یوي سروي له مخي معلوم شوي وو،
ده وویل اداره یي په پلان کي لري،چي د دي ولایت یو شمیر نورو مستحقو کورنیو سره هم ورته مرسته ترسره کړي،چي دغه لړۍ به هم ډير ژر پیل شي.
د یادو بي وزله کورنیو په استازي کونډي هاجري چي د دوو کوچنیو اولادونو مور ده ،خوښي وښوده او زیاته یي کړه،که بي وزله کورنیو ته دا ډول پاملرنه وشي نو دوی به خپل اولادونو ته د سوال کولو پر ځای تعلیم کولو ته وهڅوي تر څو دافغانستان د راتلوونکي لپاره د خدمت مصدر وګرځي .
د اغلي هاجري په وینا په میدان وردګو ولایت کي اوس هم داسي کورنیو شته چي د سهار چای لري مګر د غرمي او شپي لپاره یي د اولادونو لپاره دنفقي ترلاسه کولو کومه لاره چاره نلري او دا ډول مرستي د دا ډول کورنیو سره ډيري اړیني دي.
دا په داسي حال کي ده،چي څه موده وړاندي د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست له لوري د شاوخوا اوو سوو کډوالو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وشوه .