په کندهار کې د شيرزي ښوونيز مرکز څخه د انګليسۍ ، کمپيوټر ، ژورناليزم او اداري چارو په برخه کې ۳۵۰ تنه فارغ سول .
تازه فارغه سو يو کسانو ته د فراغت د اسنادو د ورکړي په موخه پرون تر غرمې وروسته په کندهار کې په يوه خصوصي صالون کي مراسم جوړ سوي وه .
په مراسمو کي د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي ، د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال ، د کندهار د پوهني رياست چارواکو او د نوموړي مرکز نارينه او ښخينه ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو .
د نورو ويناوالو تر څنګ د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي او د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال په خپلو ويناوو کې ځوانان دعلم او پوهي تر لاسه کولو ته راوبلل .
د شيرزي د معلوماتي تکنالوژۍ او مسلکي زده کړو د مرکز مشر احمدالله رحمت د ياد مرکز پر کاري بهير رڼا واچول او زياته يې کړه چې په تازه فارغه سويو کسانو کي ۵۰ تنو ته د ژورناليزم ، ۱۵۰ تنو ته د کمپيوټر، ۸۰ تنو ته د انګليسۍ او ۷۰ تنو ته د اداري چارو په برخه کې زده کړي ورکول سوي دي .
د شيرزي د معلوماتي تکنالوژۍ او مسلکي زده کړو مرکز د تيرو يوولسو کلنو راهيسي په کندهار کې فعاليت کوي او تر دې مهاله يې په وړيا ډول سلګونه کسان روزلي دي .
د شيرزي د معلوماتي تكنالوژۍ او مسلكي زده كړو له مركز څخه په تېرو يولسو كلنو كي په زيات شمير نارينه او ښځينه زده كوونكي له عصري زده كړو څخه فارغه سوي او دامهال په دولتي او غيري تولتي ادارو كي دندي سرته رسوي .