د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي دغه غلو د حصارشاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کي له دوه سرافانو څخه شپږ لکه عربي ریال چي کابو دوه لکه امریکایي ډالره کیږي اخستي وي چي وروسته د حصارشاهي او کوټ ولسوالیوپوليسو دغه غله د یوه اوږده مقاومت وروسته نیولی او یادي پيسي یي بیرته ځني اخستی او یادو سرافانو ته یي وسپارلي
د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال محمد شریف امین وایي په دغه ولایت کي هغه دری غله نیولی دي کوم چي نن سهار یي د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کي د دوه سرفانو څخه شپږ لکه عربي ریال چي کابو دوه لکه امریکایي ډالره کیږي غلا کړی وی .
نوموړي وایي پيسي یادو سرفانو ته وسپارلي او د نیول شو غلو څخه دمګړۍ پوښتني ګرویږني رواني دي
په همدي حال کي یادو سرفانو ته چي دامنیه قوماندان له لوري خپلي پيسي سپارل کیدلی خوښ بريښیدل او له پوليسو یي مننه کوله .
دا په داسي حال کي ده چي کابو دوه ورځي وړاندي په دغه ولایت کي د امنیتي ځواکونو له خوا د سړی تښتوونکو یو ډله ونیول شوه او یو پنځه کلن ماشوم یي له منګولو راخوشی سو .