کور / تازه خبرونه / غور : يو ښوونځى سوځول سوى

غور : يو ښوونځى سوځول سوى

د غور ولايت د والي وياند عبدالحي خطيبي وايي تيره شپه د دغه ولايت په تولک اولسوالۍ کي، د عبدالله علوي پر ښوونځي نا پېژاندو وسله والو بريد کړى. چي له امله ئې د ياد ښوونځي اداره سوځيدلي خو درسي خونو ته يي کوم زيان نه دي رسيدلي.
تر اوسه د ښوونځي سوځوونکي نه دي پيژندل سوي. خو وسله والو طالبانو وخت ناوخت دي ته ورته کړني غندلي دي او هر ډول لاس درلودل يي پکښي رد کړي دي.
د تولک اولسوالي د غور ولايت له ناامنو اولسواليو څخه ده، چي خلک يي تل د ناامنيو له پيښو سرټکوي او له دولت څخه غواړي چي په دغه اولسوالۍ کي امنيت ټينګ کړي.
د يادوني وړ ده ياد ښوونځي يوه ليسه ده ، چي دمګړى پکښي دوه زره زده کوونکو پکښي زده کړه کوله.