کور / تازه خبرونه / د ښځو په وړاندي دي د زور د مخنيوي قانون تصويب سي

د ښځو په وړاندي دي د زور د مخنيوي قانون تصويب سي

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشري غوښتنه کړي چي: ژر تر ژره دي د ښځو پر وړاندي د زور د مخنیوي قانون تصویب سي.
ډاکټري سیما سمر پرون په هرات کي ویلي چي: د ولسي جرګي له خوا د دي قانون تصویبیدل د ښځو د حقونو د پراختیا لپاره یو مهم ګام دئ.
په عین حال کي په ولسي جرګه کي د ښځو چارو د کمیسیون مشره فوزیه کوفي وايي چي؛ د قانون د جنجالي برخو په اړه د یو شمیر اسلامي هيوادونو له عالمانو او د افغانستان دننه له پوهانو سره مشوري رواني دي.
میرمن کوفي ویلي؛ چي قانون به تر مشورو وروسته ولسي جرګي ته واستول سي
په افغانستان کي د ښځو پر وړاندي د زور زياتي د مخینوي قانون له ۲۰۰۹م کال راهیسي د جمهور رییس حامد کرزي د فرمان پر اساس نافذ دی.
دا قانون په وروستیو کي ولسي جرګي ته د تصویب لپاره وړاندي سو؛ خو یو شمير وکیلانو یي ځيني برخي له شرعي اصولو سره مخالفي وبللي. خو پلویان یي وايي، چي قانون د افغانستان د اساسي قانون او د جزا له قانون سره مطابقت لري.