د روسیي حکومت له افغانستانه د مخدرو موادو د قاچاق د ډيریدونکي خطر په مخنیوی کي د نړیوالو د همکارۍ د ډيریدو غوښتنه کړي ده.
د (ایترتاس) خبري اژآنس په حواله د روسیي د بهرنیوچارو وزیر سرګي لاواروف پرون د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي له مرستیال او د دي سازمان له خوا د مخدرو موادو او جرمونو په وړاندي د مبارزي د اداري له مشر یوري فیدوتوف” سره کتلي دي
د روسیي د بهرنیوچارو وزیر د جرمونو او د مخدرو موادو د قاچاق پر ضد په مبارزه کي له ملګرو ملتونو سره د روسیي د همکاریو په اړه خبري کړي دي.
سرګي لاوروف او یوري فیدوتوف د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشاره، ټينګار کړی، چي له دي هيواده د مخدرو موادو د موجود خطر د مخنیوي لپاره باید نړیواله همکاري ډيره سي.